IQNA

 د فارس خلیج ملګرتیا شورا د فلسطین هیواد له جوړیدا ملاتړ وکړ

10:17 - September 09, 2023
د خبر لمبر: 3487925
ایکنا-(ریاض) د فارس خلیج دملګرتیا شورا غړو هیوادونو په یوې اعلامیې کې د فلسطین  د هیواد د جوړیدا پربشپړ ملاتړ  او د فلسطین په باب د نړیوالو پریکړو د رعایتولو پر ضرورت ټينګار وکړ.

ایکناد عرب نیوز له قوله راپور راکړ، د فارس خلیج دملګرتیا شورا وزیرانو په پنخشنبې ورځې په فلسطینیو ټاټوبو کې دصهیونیسټ میشته ښارګوټو د زیاتولو د غیر قانوني  فعالیتونو په زیاتیدا کې د ختیځي بیت المقدس  په پلازمینې سره د یوه خپلواکه فلسطیني هیواد  پر خپل دریځ ټينګار وکړ.

په دغې اعلامیې کې چې  دعربستان په پلازمینې  کې ددغې شورا په اته پنځوسمې غونډې پاي کې  صادره شوې،د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د اسرائيلو په وسیله د ښارګوټو د جوړولو  دوام محکوم  شوی اودا د ملګروملتو دامنیت شورا د ۲۳۳۴پریکړه لیک پشمول  د نړیوالو پریکړو ښکاره خلاف ورزي وبلله.

د وزیرانو شورا د؛ فلسطین د نیواکي ټاټوبو ؛ له عبارته  د استفادې په باب د آسټریلیا دحکومت د اعلان هم هرکلی وکړ. پر دې سربیره ،ددغې شوراوزیرانو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل څو پرتل ابیب دبآؤ زیات کړي چې  خپل نیواکګر اقدامات ودروي او د شخړې دحل لپاره په داسې ډول چې د فلسطین د خلکو ټول روا حقوق پوره شي اقدام و کړي.

د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د وزیرانو غونډې همدرااز د الاقصی جومات په صحنونو د اسرائيلي ښارګوټو اوسیدونکو او چارواکو بیا بیا تیري او د مسلمانانو داحساساتو لمسول ،بلکې  په قدس کې موجود د هغوي مقدسات او حقوقی او تاریخي وضعیّت او دنړیوالو قوانینو خلاف  ورزي  ده . دغې شورا  د فارس خلیج د ملګرتیا له غړو هیوادونو وزیرانو  په فلسطین کې دغیر مقیم سفییر  او قدس کې د سرکنسول دټاکلو لپاره د سعودي عربستان  دفیصلې قدرونه وکړه. دوي همداراز  پر غړو هیوادونو او نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ،څو  د فلسطینیو کډوالو لپاره دې د ملګروملتو  او مرستندویه ادارو ملاتړ ته  دوام ورکړيڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټول کډوال خپلو کورونو ته بیرته وګرځي. 

https://iqna.ir/fa/news/4167528

captcha